د ميانوالي په کنډال کې د ګزمې په پوسته د ترهګرو په بريد کې يو افسر شهيد او دوه ترهګر وژل شوي دي.

0
47

باغي ټي وي رپورټ

د آئی جی پنجاب وینا ده چی د کنډال په ګشتی پوسټ باندی د لسو نه تر دولسو ترهه ګرو حمله کړی وه چی د چیک پوسټ په چت باندی د افسر په جوابی ډزو کښي دوه ترهګر وژل شوی دی.

د آئي جي پوليس وينا ده چي چيک پوسټ باندي ددوه اړخونو نه حمله شوي ده د پنجاب پوليس په کنډال ګشتي پوسټ باندي د ترهه ګرو حمله ناکامه کړي ده۔

د آئي جي پنجاب ترمخه د ترهه ګرۍ په ضد د پوليس جوابي کاروائي کښې د ترهه ګرو په ضد په زړورتيا سره مقابله کښې هيډ کانسټيبل هارون خان هم شهيد شوے دے۔

هغه وويل د سي ټي ډي ټيمونه د ايس ايم ډي څراغونو سره رسيدلي دي، د ترهګرو تعقيب روان دي، د تيارې او غرنۍ سيمو له امله په ډير احتياط سره عمليات روان دي.

Leave a reply