د پاکستان تحریک انصاف د قانوني ډلې غړی شعیب شاهین وايي، ورته ویل شوي چې د سېفران په مقدمه کې چالان جمع شوی، خو موږ یې ریکارډ نه دی موندلی

0
41

باغي ټي وي رپورټ

اسلام اباد کې خبري غونډې ته دوينا په مهال نوموړي وويل چې دپي ټي ائي چئیرمين دډېرو خطرونو سره مخ دى، معلومه شوې ده چې دهغه په ضد اډياله جيل کې کومه منصوبه روانه ده اؤ دغه معامله به هائيکورټ اؤ سپريم کورټ ته راجع کيږي.

شعيب شاهين وويل چې دپي ټي ائي چئیرمين ته په اډياله جيل کې دبي کلاس ورکولو په اړه دروغ ويل کيږي، حقيقت دا دى چې هغه په يوه وړه کوټه کې ساتل کيږي چرته چې دهغه ژوند ته سخت خطر دى. ده ووئيل مونږ به په دې لړ كښې اسلام آباد هائي كورټ او سپريم كورټ ته مراجعه كوو٬ د يو چا په دښمنۍ كښې ټول هېواد په داؤ كښې اچول شوې۔

هغه غوښتنه وکړه چې د سترې محکمې د يوه قاضي په مشرۍ دې يو لوړ پوړى قضايي کمېشن جوړ شي چې د پېښې پلټنه وکړي.

شعيب شاهين په ټي وي خبرو کې د پي ټي ائي وکيل شېر افضل مروت او د مسلم ليګ ن د ډاکټر افنان الله ترمينځ د شوې پېښې په اړه وويل چې په ټي وي شو کې غلط روايت جوړ شوى او هغه يې ملاتړ نه کوي او د پارټۍ مشرتابه به په دې اړه پرېکړه کوي. .

ياده دې وي چې وفاقي تحقيقاتي ادارې (اېف آئي اے) د عمران خان او شاه محمود په ضد عدالت کښې چالان جمع کړے دے۔

ايف آئي اے د آفيشل سيکريټ ايکټ محکمه کښې د سيفران کيس چالان جمع کړے دے په کوم کښې چې د تحريک انصاف چيئرمين عمران خان او وائس چيئرمين شاه محمود قريشي مجرم ګرځول شوي دي۔

ايف آئي اے په چالان کښې د پي ټي آئي چيئرمين عمران خان او شاه محمود قريشي محاکمه کولو او سزا ورکولو غوښتنه کړې ده۔

د سیفر سره څه معامله ده؟

ياده دي وي چي د پي ټي آئي چيرمين عمران خان په امريکه کښي د پاکستان د سفير د پيغامونو يا سيفرونو په بنياد د خپل حکومت خلاف د سازش کيسه کړي وه چي پکښي عمران خان وئيلي وو چي د ده د حکومت په نسکورولو کښي د امريکي لاس دے. د قامي سلامتيا کميټۍ غونډه کښې د سيفر په اړه د پي ټي آئي حکومت دريځ مسترد کړے شوے دے۔

د دې تر څنګ د عمران خان او د هغه د پخواني سکرتر اعظم خان د سیفر په اړه یو آډیو لیک هم مخې ته راغلی چې په کې عمران خان ویلي چې اوس موږ یوازې لوبه کوو، د امریکا په نوم نه، یوازې دا لوبه کوو. چې دا نېټه لا دمخه وه، چې اعظم خان ورته په ځواب کې وويل چې زه فکر کوم چې په دې باب يوه غونډه وشي.

وروسته وفاقي کابينې د دې معاملې تحقيقات ايف آئي اے ته وسپارلو۔

اعظم خان د پي ټي آئي په حکومت کې د هغه وخت د وزيراعظم عمران خان پرنسپل سيکرټري وو او وزيراعظم ته ډېر نزدې ګڼل کېده.

د سيفر په اړه د آئي اېس پي آر پخواني ډي جي ليفټننټ جنرل بابر افتخار وويل د سيفر د ډرامې کولو کوششونه شوي او د سياسي فائدې ترلاسه کولو په غرض افواهات او غلط خبرونه خپرول شوي دي.

Leave a reply