د جمعیت علمای اسلام (جے یو آئی) مشر مولانا فضل الرحمان د جنورۍ په میاشت کښې د انتخاباتو په ترسره کیدو پوښتنه کړې ده او وئیلی دی چې په جنورۍ کښې به په بالابلو سیمو کښې واوره وی نو خلک به څنګه ووټ ورکوی؟

0
84

باغي ټي وي رپورټ

په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې د جنورۍ په مياشت كښې د هېواد په لوړو سيمو كښې واوره ورېږي، هلته خلق ميدانونو ته راځي، په دې ورځو كښې به د هغه سيمو خلك په خپلو سيمو كښې نه وي نو څنګه به ووټ وركړي؟ له همدې امله د ټاکنو کمیسیون باید په دې اړه هم فکر وکړي.

ده ووئيل مونږ ته ويل شوي وو چې په هېواد كښې امن قائم شو خو حالات داسې دي چې په خېبرپښتونخوا او بلوچستان كښې د كوم كانديد لپاره په انتخابي كمپاين كښې ګډون كول ګران او زمونږ لپاره ناشوني دي۔

د مسلم ليګ (ن) مشر نواز شريف د وطن واپسۍ په اړه هغه وويل پاکستان د نواز شريف خپل ملک دى، هغه دې دلته راشي، سياست کول يې حق دى.

ده زياته کړه چې نوازشريف به په قانوني او عدالتي چارو د رضايت سره بيرته راروان وي مونږ به يې هرکلى وکړو.

په فيصل اباد کې ميډيا سره خبرو کې هغه وويل دتحريک انصاف کارکردګۍ او ايجنډا ته بايد وکتل شي، ددغه ګوند ټولې مسلې دپاکستان ضد دي، دغه ګوند بايد دملک په سياست کې نۀ وي.

Leave a reply