د پاکستان تحریک انصاف پارلېماني مشر پرویز خټک وايي عمران خان د نوي پاکستان غلط نعره پورته کړه او ملک یې تباه کړ.
باغي ټي وي رپورټ
کوهاټ کښې جلسې ته په خطاب کښې پروېز خټک اوويل چې که سياستمداران صادق واى نو د ملک حالات به داسې نه وى، تر څو به په خالي نعرو پسې ګرځو؟، د سي پيک غربي روټ زما لخوا منظور شو، مفت صحت کارډونه ورکړل شول. خلکو ته.
پرويز خټک وويل چې دپي ټي ائي مشر د نوي پاکستان دروغجن نعرې وهلې اؤ هيواد يې تباه کړى، عمران خان اؤ نورو سياسي مشرانو هم پاکستان په قرض کې تړلى دى، مونږ ترې ډيرې هيلې لرلې خو يواځې هيلې وې.
ده ووئيل چې پي ټي آئي د پارليماني نعرو لپاره نه دې راغلې، مونږ به په ايماندارۍ سره د ولس خدمت كوو، جنوبي ضلعې ډېرې وروسته پاتې دي، د هغوي لپاره ډېر څه كول په كار دي، فاسد حکمرانان به هيڅكله هېواد د پرمختګ په لاره نه شي تللى. نه