په پام کې ده چې د مسلم لیګ نواز ګوند مشر نواز شریف پاکستان ته له تګ مخکې د عمرې ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته ولاړ شي.

0
139

باغي ټي وي رپورټ

د سرچينو ترمخه په سعودي عرب کې د نواز شريف د پاتې کېدو موده به څلور تر پنځو ورځو وي، نواز شريف به د عمرې ادا کولو وروستو دوبۍ ته رسيږي.

سرچينې وايي، په دوبۍ کې د نوازشريف د دوه ورځني استوګنې پر مهال له نوازشريف سره ډېرې ليدنې ټاکل شوې دي.

د سرچينو له مخې پخوانى وزيراعظم نوازشريف به داکتوبر په ٢١مه دبۍ څخه پاکستان ته ځي.

Leave a reply