نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وايي د پي ټي ائي چيئرمېن مقابله پوځ سره نه بلکې رياست سره ده، که چرې هغه ته د عدالت څخه رليف نه رسيږي نو په ټاکنو کې به برخه وانخلي

باغي ټي وي رپورټ

برتانوي خبري ادارې ته په يوه مرکه کې نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وويل چې دتحريک انصاف دپارټۍ په توگه هيڅ سختي نۀ ده لگول کيږي، په منفي فعاليتونو کې ککړ ١٥٠٠ کسانو سره به سخت چلند کيږي.

انورحق کاکړ وویل چې د نواز شریف سره د وطن د ستنیدو په اړه د څه ډول چلند کولو پوښتنه له عدلیې سره ده ځکه چې محکوم شوی نواز شریف د عدلیې په اجازې بهر ته تللی دی.

له دې وړاندې د نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ ميډيا سره خبرو کې وئيلي وؤ چې د نواز شريف د بيرته ستنيدو په اړه به قانوني نظر اخستل کيږي، ډيرو قانوني اړخونو ته کتل پکار دي.

نگران وزيراعظم ووئيل مونږ چې څه كوو د پاكستان د قانون مطابق به يې كوو، مونږ دا تاثر نه وركوو چې مونږ كوم سياسي قيادت په نښه كړو۔

ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې د مسلم ليګ ن صدر شهباز شريف په لندن کې د مسلم ليګ ن د لوړپوړو مشرانو د غونډې نه وروستو ميډيا سره په خبرو کې وئيلي وو چې د نواز شريف د واپسۍ په نيټه کې کوم بدلون نه دی راغلی. کور، هغه به د اکتوبر په 21 کور ته راستون شي. به راشي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

WPS电脑版

telegram中文

telegram中文

Telegram电脑版

搜狗输入法设置

有道文档翻译

Telegram中文

TelegramAPK下载

Telegram中文

有道翻译电脑版

有道翻译电脑版

汽水音乐电脑版官网

Telegram官网

rar压缩软件下载

TelegramAPK下载

TelegramAPK下载

汽水音乐电脑版下载

爱思助手电脑版

telegram

汽水音乐下载

telegram

Telegram下载

汽水音乐

汽水音乐下载

有道翻译下载