د پيپلز پارټۍ سينئر مشر اؤ پخواني وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د نيب قانون بحالۍ دانتخاباتو لپاره يو برابر کار بللى دى.

0
41

باغي ټي وي رپورټ

پخواني وزيراعظم وويل د نيب قانون بحالۍ وروستو پخواني صدر، ټول پخواني وزيراعظمان که په جيل کې وي او که بهر ملک کې وي ټول په يو صف کې ولاړ دي.

ده وويل چې په ټاکنو کې د زياتو مشرانو ګډون به د ټاکنو اعتبار زيات کړي، نواز شريف دې راشي، د هغه راتګ هرکلى کوو.

یوسف رضا ګیلاني زیاته کړه چې په دې کې هیڅ شک نشته چې انتخابات به د ۲۰۲۴ کال د جنورۍ په وروستۍ اونۍ کې ترسره نه شي.

هغه وويل، چې که د ټاکنو کمېسيون نېټه هم اعلان کړي، د خلکو په منځ کې شته اندېښنې به پای ته ورسېږي.

Leave a reply