احتساب عدالت پخوانې صدر آصف زرداري او پخوانې وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني نيب کيسونو کښې طلب کړي دي۔

باغي ټي وی رپورټ
اسلام آباد احتساب عدالت د جعلي بینک اکاونټونو او توشه خان کیس کښې د سمن نوټس جاري کړی دی.
عدالت د جعلي بنک اکاونټونو په مقدمه کې پخواني صدر آصف زرداري ته د سمن نوټس جاري کړی او د اکتوبر په ٢٤مه نيټه يې په ذاتي توګه طلب کړی دی.
بل اړخ ته احتساب عدالت د توشه خانه کيس کښي د پيپلز پارټئ مشر او پخواني وزيراعظم يوسف رضا ګيلاني هم د اکتوبر په 24مه نيټه طلب کړي دي۔
د سياستوالو په ضد د نيب مقدمې بحال کړې شوې
ياده دې وي چې پخواني چيف جسټس عمر عطا بنديال د خپلې دورې په اخري ورځ د نېب د ترميم په ضد د پي ټي ائي د چيئرمېن درخواست د منظورۍ وړ ګرځولې ؤ او د نېب ترمېنځه د 10 ترميمونو نه 9 يې کالعدم ګرځولې وې.
د سترې محکمې لخوا د نېب ترمیم لغوه کولو وروستو د پخواني صدر اصف علي زرداري او شپږو پخوانیو وزیراعظمانو خلاف مقدمې بیا پرانستل شوې.
سپريم کورټ په فيصله کې د سياستوالو ټول مقدمې بحال کړې او وئيلي يې دي چې ټول مقدمې دې په نيب عدالتونو او احتساب عدالتونو کې بحال کړل شي .
د سترې محکمې لخوا د نېب ترمیم لغوه کولو وروسته د ډیرو سیاستوالو په ضد تړل شوي مقدمې بیا بحال شوې دي.
د سترې محکمې له پرېکړې وروسته د آصف علي زرداري، نواز شريف او يوسف رضا ګيلاني پر ضد د توشه خانې ريفرنس بحال شو.
د پخواني وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د ايل اين جي ريفرنس د احتساب عدالت نه منتقل کړے شو او د پخواني وزيراعظم راجه پرويز اشرف په ضد د رينټ پاور ريفرنس هم واپس کړے شو کوم چې اوس بحال کړے شوے دے۔
د دې نه علاوه به د پخواني وزیراعظم شهباز شریف، پخواني وزیراعظم شوکت عزیز او د خزانې پخواني وزیر اسحاق ډار خلاف مقدمې هم پرانستل کیږي.