د پاکستان چيف جسټس قاضي فائز عيسى د سپريم کورټ د سينئر وکيل لخوا د مقدمې په اړوند دلائل نه ورکولو په اړه خپله غصه څرګنده کړې ده.

0
86

باغي ټي وی رپورټ

د چيف جسټس آف پاکستان قاضي فائز عيسيٰ په مشرۍ کښې سپريم کورټ کښې د ټېکس متعلق کيس سماعت اوشو۔

د پاکستان چيف جسټس د دليلونو په نه ورکولو د سختې غصې څرګندولو په مهال وکيل فياض شيرازي سره خبرو کې وويل د مقدمې په ميرټ باندې دلائل ورکړئ، وواياست چې ستاسو درخواست منظور دی که نه؟

وکيل فياض شيرازي وويل چې زمونږ مقدمه ختمه شوې ده، په دې اړه د پاکستان چيف جسټس وويل چې عدالت ستاسو دوسيه اوريدل غواړي او تاسو وايي چې دوسيه ختمه شوې ده، تاسو د سترې محکمې کلرک نه بلکې د سترې محکمې لوړپوړي وکيل يې.

جسټس قاضي فائز عیسی زیاته کړه چې هغه ستاسو لپاره ډیر احترام لري ځکه چې تاسو لوړ وکیل یاست او تاسو لوی مقام لرئ.

د پاکستان چيف جسټس د نظرثانۍ درخواست د دلائل نه وړاندې کولو مسترد کړې دې۔

Leave a reply