د نېشنل اليکټرک پاور ريګوليټري اتهارټي (نيپرا) د بجلۍ نرخونو کښې د زياتولو درخواست باندې د اورېدنې په موقع د بجلۍ پېرودونکې ادارې سرغړونې وکړې.
باغي ټي وی رپورټ
د چيئرمېن نيپرا په مشرۍ کښې د اګست مياشتې د فيول په نرخ کښې د بدلون په لړ کښې د بجلۍ د نرخونو زياتولو په اړه د درخواست اورېدنې په مهال اختيار ته ووئيل شول چې په اګست مياشت کښې ډيسکو ته د 15 ارب 47 کروړه يونټ برېښنا ورکړل شوې ده.
د سنټرل پاور پرچیزنګ ایجنسۍ لخوا د تیلو په نرخ کښې د بدلون په لړ کښې د فی یونټ 1 روپۍ 83 پیسے زیاتولو غوښتنه شوې وه چې پکښې د جی ایس ټي په شمول 33 اربه روپۍ اضافه شوې ده.
په اورېدنه کې نوموړي د برېښنا د لېږد پر ملي شرکت (NTDC) او د برېښنا د پېرلو پر مرکزي ادارې نيوکه وکړه، چې د برېښنا د لېږد په سيستم کې د نيمګړتياوو په لرې کولو سره د ارزانه فابريکو نه کار اخلي او ويې ويل، چې تر کومه وخته به خلک د ګرانې برېښنا بوج پر مخ وړي. .
د اورېدنې په موقع د NTDC چارواکو وويل چې د ټرانسمشن سېسټم کښې ستونزې شته او د ټرانسمشن د ستونزو له وجې درې زره مېګاواټه برېښنا له جنوب نه شمال ته نه شي لېږدولے. د اورېدنې په مهال نیپرا ته وئيلي شوي چې د دریمې ډلې آډټ له مخې د این ټي ډي سي کارکردګي ډېره خرابه ده.
د سماعت په موقع د نیپرا غړي سندھ پوښتنه وکړه چې د فرنس آئل پلانټ ولې پکار دی؟
د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي پوښتنه وکړه چې له دوه نيمو کالو راهيسې اورم چې د ټرانسميشن په سېسټم کې ستونزې دي، کله چې تاسو برېښنا نه شي لېږدولی، نو ولې د دې لپاره پيسې اخېستل کېږي؟
د نیپرا لخوا د اوریدنې مکملیدو وروستو ویل شوي چې اختیار به وروسته فیصله جاري کوي.