د پاکستان مسلم ليګ (ن) پنجاب صدر رانا ثناءالله وئيلي دي چې نوازشريف به راتلونکې ورځ وطن ته واپسي نه پس په مينار پاکستان کښې د جلسې نه پس عدالت کښې حاضر شي۔

0
65

باغي ټي وی رپورټ

رانا ثناءالله وئيلي چې نواز شريف به داکتوبر په ٢١مه لاهور ته رسيږي ، اول به په مينار پاکستان کې يوې جلسې ته وينا کوي او دمسلم ليگ (ن) انتخابي کمپاين به پيل کوي او بيا به بله ورځ عدالت ته حاضريږي.

ده ووئيل چې نواز شريف به د اکتوبر په 21مه نېټه په منار پاكستان كښې د مسلم ليګ (ن) د ګوند وروستې وينا كوي۔

ياده دې وي چې د نواز شريف د ستنېدو په اړه د هر ډول قانوني ګام په اړه نگران وزيراعظم ويلي و چې د نوازشريف د بېرته ستنېدو په اړه به قانوني نظر واخستل شي، د هغه د بېرته ستنېدو په اړه ډېر قانوني اړخونه په نظر کې نيول شوي دي. هر څه به کوي، د پاکستان د قانون مطابق به یې کوي.

بل خوا د مسلم ليګ نون مشر خرم دستګير وئيلي دي چې نوازشريف د ملک دوه عدالتونو نه وتلې دې اوس به د عدالت په خوښه واپس راځي۔

تر دې وړاندې د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز بګټي ویلي و، چې که نواز شریف له محکمې څخه ضمانت ترلاسه نه کړي، نو هغه به ونیول شي.

د مسلم ليګ (ن) مشر رانا ثناء الله د کورنيو چارو د سرپرست وزير سرفراز بګټي څرګندونې له حده زياتې وبللې او ويې ويل چې سرفراز بګټي بايد تر بيان وړاندې د پخواني داخله وزير شيخ رشيد برخليک وګوري.

وروستو سرفراز بګټي يو بيان جاري کړى اؤ وئيلي يې وؤ چې دهغه بيان ته دسياق څخه بهر سياسي رنګ ورکړل شوى، نگران حکومت کومه سياسي ايجنډا نۀ لري، ښه خبره ده چې نواز شريف دپاکستان په سياست کې بيرته راتلل غواړي.

Leave a reply