په انټربینک او خلاص بازار کې د پاکستانۍ روپۍ په مقابل کې د امریکايي ډالر ارزښت نور هم کم شوی دی.

0
152

باغي ټي وی رپورټ

د سوداګرۍ د ورځې له پيل راهيسې د امريکايي ډالر په ارزښت کې کمښت ليدل شوی او د بانکونو په تبادله کې امريکايي ډالر يو پيسې ارزانه شوي دي.

په انټربینک کښې د ډالر نرخ 288 روپۍ 75 پيسې دی چې پرون په 289 روپۍ 80 پيسې بند شو.

په ازاد بازار کې هم د ډالر بيه دوه روپۍ راټيټه شوې چې له دې وروسته د يو ډالر بيه ٢٩٢ کلدارې شوه. په ازاد بازار کې ډالر له لوړې کچې څخه ۴۳ روپۍ ارزانه شوي دي.

ياده دي وي چي د حکومت لخوا د ډالر سمګلنګ مخنيوي او حوالې هنډۍ لپاره د سختو ګامونو نه پس انټر بينک کښې د ډالر نرخ تر ټولو لوړ حد نه 18 روپۍ 30 پيسې کم شوی دی.

Leave a reply