اسلام آباد هائي کورټ د بشری بي بي د آډیو لیک کیس د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د زوی سره ضم کړی دی.

باغي ټي وی رپورټ
د اسلام آباد هائي کورټ د جسټس بابر ستار په عدالت کښې د آډیو لیک نوټس په ضد د بشری بي بي د درخواست اورېدنه وشوه.
ايډيشنل اټارني جنرل منور اقبال دوګل د وفاق لخوا اسلام اباد هائي کورټ کې وړاندې شو.
ايډيشنل اټارني جنرل وائي چې پوليس ايف آئي اے ته دبشري بي بي د غږ نمونه اخستو غوښتنه کړې ده.
عدالت د بشری بي بي قضیه د پخواني چیف جسټس ثاقب نثار د زوی کیس سره ضم کړه عدالت د بشری بي بي قضیه د آډیو لیک په ضد د هغې اصلي درخواست سره یوځای کړه.
عدالت د ايف آئي اے د سمن معطلولو حکم جاري کړے دے او د مقدمې اورېدنه يې تر 30 اکتوبر پورې ځنډولې ده.






