په راني پور کې د لس کلنې ماشومې فاطمې د وژنې په مقدمه کې د مرکزي ملزم پير اسد شاه مېرمن حنا شاه نيول شوې ده.

باغي ټي وی رپورټ
د پوليسو ترمخه ملزمه حنا شاه به نن عدالت ته وړاندې کولى شي چرته چې په مقدمه کې نامزد ټول ملزمان نيول شوي دي.
د سندهـ هائي کورټ د ملزم فياض شاه، د حنا شاه د پلار او د اصلي ملزم اسد شاه د خسر د عبوري ضمانت د غځولو درخواست رد کړی دی.
بل اړخ ته د مقدمې تفتيشي افسر ملزم فياض شاه ته پروټوکول ورکولو له وجې معطل کړے شوے دے۔
د تفتيش افسر فياض شاه د پوليس موبائل کښې کښېناستو عدالت ته راوستلے شو ولې ملزم په لاس کښې هم نه وو او د فياض شاه په لاس کښې موبائيل فون وو چې عدالت ته وړاندې کړے شو۔
د فاطمه قتل کیس مرکزي ملزمان اسد شاه او امتیاز شاه په جسماني ریمانډ کښې نور نهه ورځو لپاره توسیع کړے شوې ده.






