ډاکټران او نور پیرامیډکس اهلکار د انسانیت خدمت لپاره په یو لوړ مقام دي، هیچا ته به اجازه ورنکړي چې په روغتون کې دننه ناروغانو ته زیان ورسوي، د هسپتال دننه به د احتجاج کولو اجازه ور نه کړي: د خېبر ضلعې ډي ایچ او او ایم ایس، ډي ایچ کیو هسپتال لنډی کوتل ډاکټر ظفر
باغي ټي وی رپورټ
ميډيکل سپرنټنډنټ ډاکټر ظفر علي خان د مقامي مشرانو او د فلاحي تنظيمونو نمائندګانو سره خبرو کښې اوويل چې ډاکټران او پيراميډکس د انسانيت خدمت لپاره کار کوي۔
نوموړي وويل، چې د روغتيا محکمې اصلي مقصد د ځپلو انسانانو خدمت دى او دغه اداره بايد له تفرقې او سياست څخه پاکه وي. ده وويل چې د انصاف روغتيايي کارډ د اسانتيا په اړه به له اړوندې ادارې سره خبرې وکړي، څو دلته هم خلکو ته دا اسانتيا برابره شي.
د لندي کوتل فلاحي تنظیم مشر اختر علي شینواري رسنیو ته وویل، چې له ایم ایس ډاکټر ظفر سره یې لیدلي او ډاډ یې ورکړی، چې په روغتون کې د ناروغانو لپاره د روغتیايي اسانتیاوو د زیاتولو لپاره به عملي کار کوي. هغه وويل چې ايم ايس مونږ ته ډاډ ورکړى چې اهلکارو ته به په هسپتال کښې دننه د هيڅ ډول احتجاج اجازه نه ورکول کيږي چې په روغتون کې ناروغان له ستونزو سره مخ نه شي.
هغه وويل، ايم ايس د فلاحي تنظیم استازو او ځايي مشرانو سره ژمنه کړې چې ډاکټران او نور روغتيايي کارکوونکي به د ځايي ناروغانو ښې درملنې ته پاملرنه کوي.