د تیراه په دره کې د امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې درې ترهګر وژل شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) په وینا، د سپټمبر له 25 څخه تر 26 نیټې پورې د خیبر په تیراه سیمه کې د ترهګرو د شتون په اړه د استخباراتي معلوماتو پر اساس عملیات ترسره شول چې په ترڅ کې یې سخته نښته وشوه. د امنیتي ځواکونو او ترهګرو ترمنځ نښته شوې ده
د آئي ايس پي آر ترمخه د فورسز د ډزو په نتيجه کښې د ترهه ګر کمانډر کفايت عرف تور عدنان په شمول درې ترهګر وژل شوي دي۔
د آئي ايس پي آر ترمخه وژل شوي ترهه ګرو د قانون نافذونکو ادارو په ضد په ترهګرئ کاروائيو او د بې ګناه اولس په وژنه کښې هم لاس درلود۔
د آئي اېس پي آر له مخې په سيمه كښې د نورو ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره كاروائي روانه ده۔
ISPR وايي، د پاکستان امنیتي ځواکونه د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره کلک هوډ لري.