د پخواني وزيراعلي پروېز الهي خلاف د ځنګلونو د زمکې دوسيه پرانستل شوه.

0
154

باغي ټي وي رپورټ

نيب د اسلام آباد پشمول د پنځلسو ضلعو د ډپټي کمشنرانو نه تر 25م ستمبر پورې د پرويز الهي په شمول د 14 کسانو د منقولو او غير منقولو جائدادونو د پېر او پلور تفصيلات غوښتي دي.

د نیب کال اپ نوټس له مخې پروېز الهي یو ځل بیا د ځنګلاتو څانګې د ځمکې شخصي ښارګوټي ته د انتقال په مقدمه کې مخې ته راغلی دی.

د راولپنډۍ د شخصي ټاون مالکانو او د لینډ ریونیو افسرانو په شمول د 14 کسانو خلاف تحقیقات پیل شوي دي.

د نيب ترمخه پروېز الهي د راولپنډۍ سره نزدې د تخت پاري د ځنګله زمکه په غير قانوني توګه شخصي ښارګوټي ته منتقل کولو تور لګولې شوې دې کوم چې کوئټې او پيښور ته بللې شوې دې۔

د دې نه علاوه د اٹک، شیخوپوره، جهلم، میانوالی، پاکپتن، فیصل آباد او ډي سي ګوجرانواله څخه هم تفصيلات غوښتل شوي دي.

په دغو افسرانو کې جاوید مجید، غلام محمد سکندر، جهانګیر غوري، جمیل احمد، عرفان الهي، سید جمال مصطفی، اصف قریشي، انوارالحق، شفقت علي مرزا، فنوت حسین، محمد نواز، خالد مسعود او عبدالظهور شامل دي.

Leave a reply