ځانګړې محکمې د عمران خان او شاه محمود د جوډيشل ريمانډ موده غځولې ده.

0
77

باغي ټي وي رپورټ

د سپيشل سيکريټ ايکټ جج ابوالحسنات په اٹک جيل کښې د پي ټي آئي چيئرمېن عمران خان په ضد د سيفرې مقدمې اورېدنه وکړه چې پکښې لطيف کهوسه، نعيم پنجوتا، بيرسټر سلمان صفدر او عمير چې د پي ټي آئي قانوني ټيم برخه دي عدالت ته وړاندې شول۔

قاضي ابوالحسنات ذوالقرنين د سايفر کيس اورېدنه وروسته د تحريک انصاف د چيئرمېن جوډيشل ريمانډ تر لسم اکتوبر پورې وغځوله.

د نهې په ورځ د پي ټي آئي وائس چيئرمېن شاه محمود قرېشي د سېفري کيس کښې جوډيشل کمپلکس کښې وړاندې کړے شو چې پکښې د عدالت عملې هم ګډون اوکړو۔

وروسته عدالت د شاه محمود قرېشي جوډيشل ريمانډ د اکتوبر تر لسمې پورې وغځوو.

Leave a reply