د ملي تدارکاتو کمیسیون د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بیلابیلې پروژې منظورې کړي.

د ملي تدارکاتو کمیسیون د شپږ میلیارده افغانیو په ارزښت ۲۵ بیلابیلې پروژې منظورې کړي.
25 سپتمبر دوشنبه 2023
د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء له عمومي دفتر څخه په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد ریاست اقتصادي مرستیال ملا برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون نوبتي غونډه تیره ورځ ترسره او له اجنډا سره سم د وړاندې شوو پروژو په اړه بحث وشو.
د ملي تدارکاتو کمېسیون یادې غونډې ته ۲۸ پروژې د بحث لپاره وړاندې شوې وې چې له جملې یې د ۲۵ پروژو قراردادونه منظور، د یوې لغوه او د دوو هغو د قراردادونو د بیا ارزونې سپارښتنه وشوه.
منظور شوې پروژې د ریاست الوزراء د ساتنې لوی ریاست، د ملي دفاع، لوړو زده کړو، ټولګټو او د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارتونو، افغان ملي بانک او کابل ښاروالۍ اړوند دي، چې ټولیز ارزښت یې شاوخوا شپږ میلیاردو افغانیو ته رسېږي.
اړوند موضوعات
د غونډې په پای کې د منظور شوو پروژو له جملې یې د ځینو پروژو اړوندو سکټوري وزارتونو او ادارو ته لازمې سپارښتنې وشوې څو په راتلونکي کې په ټاکلي وخت خپلې پروژې د بحث او منظورۍ لپاره ملي تدارکاتو کمېسیون ته راولېږي او په دغه برخه کې ټول تدارکاتي پړاوونه ترسره کړي.