د سندهـ هائي کورټ د بلديه سانحي کيس کې د نامزد ملزم حماد صديقي پاسپورټ، شناختي کارډ او بانکي اکاونټونو د بندولو حکم کړی دی.
باغي ټي وي رپورټ
د سندهـ هائي کورټ کښې د بلديه کارخانې سانحې پشمول 3 مقدمو کښې د مفرور ملزمانو د واپسۍ د مقدمې اورېدنه شوې چې پکښې د داخله چارو وفاقي سيکرټري عدالت کښې حاضر شو۔
د اورېدنې په مهال عدالت د داخله چارو وفاقي سېكتر نه پوښتنه وكړه چې حمدصديقي هېواد ته د ستنېدو لپاره څه ګامونه پورته شوي؟ په دې اړه دکورنيو چارو سيکرټري وويل حماد صديقي په ٢٠١٧م کې ابوظهبي ته تللى ؤ.جسټس کې جي اغا وويل حماد صديقي دقضيې تر اوريدو دمخه ابوظهبي ته تللى ؤ. د کورنیو چارو وزیر وویل، حماد صدیقي په ۲۰۱۳ کال کې له پاکستانه ووت.
عدالت پوښتنه وکړه چې ایا د حماد صدیقي پاسپورټ او شناختي کارډ بلاک شوی؟ په دې اړه دکورنيو چارو سيکرټري وويل دحماد صديقي پاسپورټ ختم شوى دى.
عدالت د حماد صدیقي، تقي حیدر شاه، خرم نثار د پاسپورټونو او شناختي کارډونو د بلاک کولو او د بانکي اکاونټونو د بندولو حکم کړی دی.
محکمې ویلي چې پاکستان کې د حماد صدیقي د وروستي لینډینګ جزیات دې وړاندې کړل شي.
عدالت د مفرور ملزمانو تقي حیدر او خرم نثار په اړه رپورټ طلب کړی او د سنده پراسیکیوټر جنرل نه ئي د ټولی صوبی د مفرور او اشتہاری ملزمانو فهرست طلب کړی دی.
عدالت د خارجه چارو سيکرټري ته د عدم حاضري له وجې شوکاز نوټس جاري کړے او د نادرا او خارجه سيکرټري نه ئي د اکتوبر تر دويمې نيټې پورې رپورټ طلب کړې دې۔