د پاکستان لوی درستیز قاضي فایز عیسی وايي، له ذهنه یې لرې کړه چې اوس به کېسونه ځنډول کېږي.

باغي ټي وي رپورټ
د يوې مقدمې اورېدنې په مهال د پاکستان چيف جسټس سپريم کورټ کې د مقدمو د اورېدنې نه ځنډولو په اړه خپل نظر ورکړی او ويلي يې دي چې په سپريم کورټ کې د مقدمو د التواء په تصور دې له اوس څخه غور وشي.
جسټس قاضي فائز عیسی په خپلو ریمارکس کې دا هم وویل چې په سپریم کورټ کې ډیرې مقدمې روانې دي، هغه به دا تصور له ذهنه لرې کړي چې د کیسونو تاریخونه ورکول کیږي.
چيف جسټس آف پاکستان وويل چې په هر صورت کې به په يوه تاريخ کې اړخونو ته نوټس جاري کوي او په راتلونکې اوريدنه کې به دلائلو په اړه فيصله کوي.
جسټس قاضي فائز عیسی وویل د دې مقدمې له لارې ټولو ته دا پیغام دی چې مقدمې به نه ځنډول کیږي، په نورو عدالتونو کې داسې کیږي چې د اسنادو جمع کولو وخت ورکړي، سپریم کورټ وروستۍ محکمه ده چې پکې د ټولو مقدمو فیصلې مخکې ثبت کیږي.
ياده دې وي چې جسټس قاضي فائز عيسيٰ په 17م ستمبر 2023ء د پاکستان د چيف جسټس په توګه د څوکۍ سوګند پورته کړو او د مقدمې اورېدنې په مهال يې وئيلي وو چې د چيف جسټس په توګه به د التوا مقدمې حل کولو کوشش کوي هرڅومره ژر چې امکان ولري.






