د مسلم ليګ (ن) مشر عطا تارړ وئيلي دي چې د پي ټي آئي چيئرمېن به تر څو کلونو پورې له جيل نه نه راوځي په داسې حال کې چې د نوازشريف د راتلو نېټه نه بدلېدونکې ده او په دې کښې به هيڅ بدلون نه راځي.

0
95

باغي ټي وي رپورټ

ګوجرانواله کښې کنونشن ته خطاب کښې عطا تارڑ اوويل که د پي ټي آئي حکومت په معيشت کار کړي واي نو انفلائيشن به نه وو۔

ياده دي وي چي نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چي د پي ټي آئي چيرمين او د پارټئ د سلګونو غړو نه بغير هم شفاف انتخابات کيدے شي۔

امريکايي خبري اژانس ته په يوه مرکه کې نوموړي وويل په پي ټي ايي کې په زرگونو هغه کسان چې په غير قانوني کارونو کې لاس نه لري په ټاکنو کې برخه واخلي.

نگران وزيراعظم وئيلي دي چې پوځ په انتخاباتو کې دتحريک انصاف د کاميابۍ دمخنيوي لپاره درغلۍ کوي، عام انتخابات به پوځ نه بلکې دالیکشن کميشن لخوا ترسره کيږي.

Leave a reply