د جنوبي وزيرستان په وانا سيمه کې خبريال د زليخيلو قبيلو لخوا د کورونو ورانولو د خبرداري په ضد پوليسو ته درخواست جمع کړى دى.
باغي ټي وي رپورټ
خبريال په سوشل ميډيا د قبائلي رواياتو مطابق د کورونو ړنګولو په ضد پوسټ کړي وو۔
د خبريال معراج خالد په وينا د وانا په اعظم ورسک سيمه کې يې کور د دوشنبې په ورځ سهار لس بجې د زليخېلو قوم له لوري د ړنګېدو ګواښ شوی دی.
د زاخیلو قبیلې په سوشل میډیا پوسټ کولو خبریال ته پنځه لاکه روپۍ جرمانه کړې او ګواښ یې کړی چې که جریمه ورنکړل شي نو کور به وران کړي.
ډي پي او وايي د خبريال معراج خالد د پېښې پلټنه کوي او د قانون خلاف ورزي کوونکو په ضد به کاروايي کوي.