د پيښور بي آر ټي منصوبې د بشپړولو لپاره بله مهلت راروان دی خو په دې منصوبه به د ستمبر تر 30مه نيټه هم کار مکمل نه شي۔

0
94

باغي ټي وي رپورټ

پيښور کښي د بس سروس شروع شوے دے ولي شپږ کاله وړاندي شروع شوي منصوبه باندي کار هم مکمل کړے شوے دے۔

د پروژې د ځنډېدو له امله يې لګښت له يو تريليون روپيو اوښتی، په داسې حال کې چې دغه پروژه پر دولتي خزانې دروند بار دی.

د څمکني بس ډیپو کې لا تر اوسه د پارک او سواری اسانتیا نه ده ورکړل شوې، په داسې حال کې چې د ډبګري ډیپو په دوو بیسمینټونو او درې پوړونو باندې کار روان دی او په حیات آباد ډیپو کې د بریښنا او میخانیکي کار لا هم پاتې دی.

د منصوبې لاندې د کمرشل پلازې نه جوړیدو له وجې حکومت ته هیڅ عاید نه رسیږي. له بلې خوا د ډالرو د ارزښت له لوړېدو او انفلاسیون وروسته قراردادیان هیله من دي چې له حکومت څخه به نورې پیسې ترلاسه کړي. د ولایتي ادارې د معلوماتو له مخې د پروژې لس سلنه کار پاتې دی.

اړوند مسوولین وايي، نیمګړتیاوې په هرځای کې دي، چې دوی یې د لرې کولو هڅې کوي، د بي آر ټي پلازې د جوړولو کار ۹۰ سلنه بشپړ شوی دی.

د خېبرپښتونخوا حکومت د دې منصوبې چلولو لپاره هر کال دوه اربه روپۍ سبسډي ورکوي، د کمرشل پلازو په جوړولو کې ځنډ د هرې ورځې په تېرېدو سره پر حکومتي خزانې زيات بار بار کوي.

د مالیې وزارت د پروژې د کسر څخه د راوتلو لپاره د کرایې لوړولو او شاوخوا دوکانونو د ټکس ورکولو وړاندیز وکړ چې د صوبايي حکومت لخوا رد شو.

Leave a reply