د استحکام پاکستان ګوند سرپرست جهانګیر ترین وايي، که الله فرصت ورکړ نو نوی پاکستان به خامخا جوړوي.
باغي ټي وي رپورټ
پاکپتن کې سېلاب ځپلو ته د امدادي موادو وېشلو دستورې ته په وينا کې ده وويل چې په پخوانيو ګوندونو کې د ځينو کسانو له امله د خلکو خدمت نه شو کولى، نو اوس به بل چانس ضايع نه کړي.
هغه زياته کړه چې په ٧٥ کالو کې چې نن د کومو حالاتو سره مخ دي هغه به پاکستان په رښتينې معنا يو طاقت نۀ شي جوړولى.
جهانګير ترين وويل که حکومتونه د خلکو په هيلو عمل وکړي نو هر څه سم شي.
په دې موقع فردوس عاشق اعوان ووئيل چې رياست مضبوط نه وي نو سياست نيمګړې پاتې وي، د پاكستان مضبوطولو لپاره بايد سياست او رياست دواړه سره يو كړو۔