د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې پيپلز پارټي، مسلم ليګ ن او پي ټي آئي د آئي ايم ايف غلامي لپاره په يو صف کښې دي۔

باغي ټي وي رپورټ
لاهور کې د ګورنر هاوس مخې ته د احتجاج په وروستۍ ورځ وینا کې ده وویل زمونږ ستونزه دا نه ده چې بلاول لکه زرداري یا مریم نواز لکه نواز شریف وزیراعظم جوړ کړو، زمونږ ستونزه دا ده چې ولس په اور کې سوځي. د انفلاسیون
د اسلام اباد په لور لانګ مارچ ته په اشارې سره سراج الحق وويل چې حکومت دې د بجلۍ او ګيس په بلونو کې د ټېکسونو او پټرول په نرخونو کې زياتوالى بېرته واخلي او د انفلاسيون د ختمولو لپاره دې ګامونه پورته کړي، که داسې ونه شول نو د اسلام اباد پر لور به لاريون وکړي. اوږده مارچ
ده ووئيل حكومت دې د برېښنا په بلونو كښې شامل ټېكس ژر تر ژره واخلې، بې وزله به يواځې نه پرېږدو، د هغو كسانو لاسونه به ماتوو چې مېټر پرې كوي۔
سراج الحق وويل له نوي چيف جسټس څخه ډيرې توقعات دي، هيله ده چې هغه به دغريب اولس دظلم ځواب ورکوي.






