د اطلاعاتو سرپرست وزیر مرتضی سولنګي وايي، د پخواني لومړي وزیر نواز شریف له راستنېدو سره سم به هرڅه د اساسي قانون او قانون مطابق وي
باغي ټي وي رپورټ
په کراچۍ پريس کلب کې خبريالانو سره په خبرو کې مرتضي سولنگي وويل کراچۍ پريس کلب زما کور دى، دې کلب د جمهوريت لپاره مهم کردار ادا کړى دى، دوي به د خبريالانو د ستونزو د هواري لپاره هر ممکن کوشش کوي.
ده ووئيل نگران حكومت يو آئيني او قانوني حكومت دے، زمونږ اختيارات محدود دي او مونږ به د خپلو اختياراتو مطابق هر ډول ممكنه ګامونه پورته كوو، د عامو ټاكنو د تر سره كولو لپاره به خپل پوره كردار ادا كوو، اليکشن كمېسون يو خپلواك او با اختياره اداره ده۔
تمه ده چې ډېر ژر به د ټاکنو وروستۍ نېټه اعلان شي.
هغه وويل، دا د ځينو خلکو کار دی چې ګډوډي رامنځته کړي او زيات کړي، خو د حکومت په ذهن کې ګډوډي نشته.
هغه وويل دحلقې وروستى نوملړ به دنومبر په 30مه نيټه ورکول کيږي، زه باوري يم چې دټاکنو وروستى نيټه به دالیکشن کميشن لخوا ورکول کيږي، که عدالتونه پرانستل شي نو زمونږ توجه دهيواد داقتصادي ثبات په راوستلو ده.
د نواز شریف په اړه د پوښتنې په ځواب کې د اطلاعاتو نگران وزیر وویل چې نواز شریف درې ځله د هېواد لومړی وزیر او د یوه لوی سیاسي ګوند مشر دی، هغه د زندان دیوالونه نه دي مات کړي بلکې د حکومت په اجازه بهر وتلی دی. .
نوموړي زیاته کړه، چې کله نواز شریف راستون شي نو هر څه به د اساسي قانون او قانون مطابق وي، نگران حکومت به ځواب نه ورکوي، د نواز شریف په اړه پوښتنې باید د هغه یا د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې ځواب شي.
د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو په اړه د پوښتنې په ځواب کې وفاقي وزير وويل چې که داسې انتظام وى نو د تېلو پېداوار زيات شو نو مونږ به د پټروليم قيمتونه کم کړي وو لکه څنګه چې د ډالر قيمت کم شوے دے۔ هڅه کوي چې د تېلو بيه هم راټيټه کړي.
وفاقي وزير ووئيل زمونږ د حكومت د انتظامي اقداماتو په نتيجه كښې د ډالر په نرخ كښې د 30 نه تر 35 روپو پورې كمې راغلې دې۔
ديوې پوښتنې په ځواب کې د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل چې دپي ټي ائي دچيئرمين په نوم اخستلو هيڅ پابندي نشته، دملک ټولو رجسټرډ سياسي ګوندونو ته به يو شان موقعې ورکول کيږي، په کوم گوند باندې هيڅ پابندي نۀ ده لگول شوې.