له اذربایجان څخه پاکستان ته مستقیمې الوتنې پیل شوې چې وروسته لومړی پرواز لاهور ته ورسېد.
باغي ټي وي رپورټ
له باکو څخه لومړۍ الوتکه J25047 د شپې په 11:36 بجو د لاهور په علامه اقبال هوايي ډګر کې ښکته شوه.
د هوايي چلند چارواکي وايي، د اذربایجان هوايي شرکت په پرانیستونکې الوتکه کې ۱۵ مسافر له باکو څخه لاهور ته رسېدلي دي.
د هوايي چلند نگران وزير او د آذربايجان سفير د پرانستې الوتكې هركلې وكړو په داسې حال كښې چې د آذربائيجان افتتاحي الوتكې ته په لاهور ائيرپورټ د اوبو سلامي وركړې شوه۔
د آذربایجان ایرلاین به د باکو او لاهور ترمنځ دوه اونۍ الوتنې ترسره کړي.
د هوايي چلند د سرچینو له مخې، د آذربایجان ایرلاینز لومړۍ الوتنه د لاهور څخه باکو ته د شپې په 12:50 بجو روانه وه چې 80 مسافر د بیرته راستنیدو پرواز J25048 کې د لاهور څخه باکو ته روان وو.