افغاني سرې میاشتې ۳۰ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره ۲ روغتونونو ته ورپیژندلي.
افغاني سرې میاشتې ۳۰ تنه د سوري زړه په ناروغۍ اخته ماشومان د درملنې لپاره ۲ روغتونونو ته ورپیژندلي.
23 سپتمبر شنبه 2023
د افغاني سرې میاشتې ټولنې له لورې په یوه تازه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې يو ځل بیا د سوري زړه په رنځ اخته ۳۰ ماشومان کابل کې ۲ روغتونونو ته د عملیاتو په موخه ور وپېژندل.
روغتونونو ته د ماشومانو له ورپېژندنې وړاندې د یادو ناروغانو د کورنیو له غړو سره د ناستې پر مهال د افغاني سرې میاشتې سرپرست عمومي رئيس ښاغلي مولوي مطیع الخق خالص وویل “افغانستان د سوري زړه په رنځ اخته ډېر ماشومان لري، چې لامل يې تېرې جګړې او هېواد کې په لوړه کچه د کیمیاوي موادو کارېدنه کېدلی شي”.
نوموړي وویل”افغاني سرې مياشتې تېرو څه باندې ۱۴ کلونو کې د سوري زړه په رنځ اخته ۲۶۴۸۱ ماشومان ثبت کړي، چې له ډلې یې د نېږدې نیمایي ناروغانو درملنه شوې.
اړوند موضوعات
افغاني سرې میاشتې ټولنې سرپل ولایت کې د ۸۰۰ اړمنو کورنیو سره مرسته ترسره کړی.
نوموړي وویل “افغاني سرې میاشتې یوازې تېرو ۲ کلونو کې ۱۸۰۱ ماشومان د عملیاتو په موخه روغتونونو ته ورپېژندلي، چې د يادو ناروغانو له جملې د ۱۶۰۰ ناروغانو درملنه شوې او پاتې لا هم په روغتونونو کې تر درمنلې لاندې دي”.