وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې دملگرو ملتونو په جنرل اسمبلۍ کې يې دپاکستان بشپړ دريځ وړاندې کړى دى

باغي ټي وي رپورټ
په نيويارک کې دخبرو اترو په مهال نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وويل دغه ليدنه نن پاي ته رسيدلې ده، دغه ليدنه ډيره ګټوره وه.
دپاکستان په مشن کې دخبرو په مهال نگران وزيراعظم وويل دکشمير، موسمي بدلون اؤ فلسطين په اړه يې خپل دريځ وړاندې کړى، زمونږ دوره ډيره کاميابه ده.
نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ وئيلي دي چې دهند دحالت په اړه جدي پوښتنې راپورته کيږي، پاکستان د هند دترهه گرۍ هدف دى اؤ په کاناډا کې يو سکه مشر په بې رحمانه توگه وژل شوى دى. هغه وویل چې لویدیځ هیوادونه په کاناډا کې د هند د کړنو په اړه حیران شوي دي.
سرپرست وزیر وویل چې له افغانستان سره رغنده خبرې روانې دي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ ته د وینا پر مهال نگران وزیراعظم انورالحق کاکړ وویل چې نړۍ باید د هند د ریاستي ترهګرۍ په ګډون هر ډول ترهګري ختمه کړي، د هندوتوا په څېر مفکورې په نړۍ کې اسلام فوبیا زیاته کړې ده.
نوموړي دغه راز عمومي اسامبلې ته په خپله وينا کې وويل، چې په جنوبي اسيا کې د سولې کليمه کشمير دى، له افغانستان څخه ناقانونه ګرځول شوې ټي ټي پي او داعش په پاکستان کې ترهګريز بريدونه کوي، دى له کابله غواړي چې د دغو بريدونو په مخنيوي کې له پاکستان سره مرسته وکړي.






