اسلام آباد هائي کورټ د پي ټي آئي چيرمين عمران خان ميرمن بشرا بي بي ته د ايف آئي اے لخوا جاري شوي نوټس معطل کړے دے۔

باغی ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي د چيئرمېن مېرمن بشرې بي بي د تور شوي آډيو ليک په اړه د ايف آئي اے د تحقيقاتو په ضد يو بل درخواست جمع کړے وو او وئيلي وو چې اصلي مقدمه پخوا په دې عدالت کښې روانه وه او عدالت د ستمبر په 18مه نېټه ايف آئي اے ته د کاروائي کولو هدايات ورکړے وو۔ قانون ته
درخواست کښې زياته کړې شوې چې اصلي مقدمه اوس په 30 اکتوبر د اورېدنې لپاره ټاکلې شوې ده ولې د مقدمې د التوا باوجود ايف آئي اے په 19 ستمبر د سمن نوټس جاري کړے دے۔
د اسلام آباد هائي کورټ جسټس بابر ستار د بشرا بي بي د درخواست اورېدنه کړې وه چې پکښې د پي ټي آئي چيئرمېن د مېرمنې په استازيتوب سردار لطيف کهوسه حاضر شوي وو۔
د درخواست د لنډې اورېدنې وروستو عدالت د ايف آئي اے د سمن نوټس ځنډولې او د وفاقي تحقيقاتي ادارې نه يې جواب غوښتې دې۔





