پخوانی ولسمشر اصف علي زرداري د مسلم ليګ (ق) مشر کور ته ورغلی او د چوهدري شجاعت حسين د حال پوښتنه يې کړې ده.

0
161

باغی ټي وي رپورټ

سرچینه زیاتوي، چې په دې لیدنه کې د دواړو مشرانو ترمنځ د هېواد پر مهمو سیاسي مسایلو او پر روان سیاسي وضعیت خبرې وشوې.

دسرچينو له مخې په دغه ليدنه کې دانتخاباتو کميشن لخوا دجنورۍ په اخري هفته کې دانتخاباتو ترسره کولو په اعلان هم خبرې اترې شوي دي.

د سرچينو ترمخه دپخواني صدر اصف علي زرداري اؤ چوهدري شجاعت حسين ترمينځ ليدنه کې چوهدري سالک حسين اؤ چوهدري شفيع حسين هم موجود وؤ.

ياده دي وي چي د اليکشن کميشن عام انتخابات د 2024م جنورۍ په اخري هفته کښي کولو اعلان کړے دے۔

د ټاکنو کمېسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ټاکنیزو حوزو د کار له ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې د ټاکنیزو حوزو لومړنی نوملړ به د تلې په ۲۷ مه خپور شي.

د ټاکنو کمېشن په اعلاميه کې ويل شوي، چې د ټاکنيزو حوزو په اړه د اعتراضونو او وړانديزونو له اورېدو وروسته به وروستی نوملړ د نومبر په ۳۰مه نېټه اعلان شي.

د اعلان ترمخه عام انتخابات به د جنورۍ په اخري هفته کښي د حتمي فهرست نه وروستو د 54 ورځو راهسې کېږي، د حتمي فهرست نه وروستو به د 54 ورځو انتخابي پروگرام وي۔

ياده دې وي چې په ملک کې د وخت نه مخکې او شفافو عامو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د نگران حکومت او اليکشن کميشن څخه د سياسي ګوندونو غوښتنې زور اخستې.

Leave a reply