د کورنیو چارو سرپرست وزیر سرفراز احمد بګټي له خپل چینايي سیال وانګ ژاو هونګ سره په لیدنه کې په پاکستان کې د چینايي اتباعو لپاره د فول پروف امنیت د برابرولو ډاډ ورکړی دی.
باغی ټي وي رپورټ
د كورنيو چارو وزير ووئيل پاكستان د دوه اړخيزه پرمختګ او سلامتيا لپاره د چين سره د مرستې زياتولو عزم لري۔
هغه وويل، د چين د عامه امنيت وزير د ترهګرۍ او نشه يي توکو د مخنيوي په برخه کې د پاکستان د تدبيرونو ستاينه وکړه او د چيني اتباعو او تاسيساتو د امنيت لپاره يې د پاکستان د اقداماتو ستاينه وکړه.
د کورنيو چارو سرپرست وزير وويل پاکستان او چين په ګډه همکارۍ سره ددښمنانو ناپاک ارادې ناکامه کولى شي.