د اطلاعاتو اوفرهنګ سرپرست وزير مرتضى سولنګي په دې خبر خوښ دى چې داساسي قانون له مخې به دجنورۍ په وروستۍ اونۍ کې انتخابات ترسره شي .

0
102

باغی ټي وي رپورټ

هغه وویل چې دا خبر د هغو کسانو لپاره مایوسه دی چې د سرپرست حکومت د اوږدې مودې په اړه اوازې خپروي.

ياده دي وي چي د اليکشن کميشن عام انتخابات د 2024م جنورۍ په اخري هفته کښي کولو اعلان کړے دے۔

د ټاکنو کمېسیون له لوري په خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي، چې د ټاکنیزو حوزو د کار له ارزونې وروسته پرېکړه شوې، چې د ټاکنیزو حوزو لومړنی نوملړ به د تلې په ۲۷ مه خپور شي.

د ټاکنو کمېشن په اعلاميه کې ويل شوي، چې د ټاکنيزو حوزو په اړه د اعتراضونو او وړانديزونو له اورېدو وروسته به وروستی نوملړ د نومبر په ۳۰مه نېټه اعلان شي.

د اعلان ترمخه عام انتخابات به د جنورۍ په اخري هفته کښي د حتمي فهرست نه وروستو د 54 ورځو راهسې کېږي، د حتمي فهرست نه وروستو به د 54 ورځو انتخابي پروگرام وي۔

ياده دې وي چې په ملک کې د وخت نه مخکې او شفافو عامو انتخاباتو د ترسره کولو لپاره د نگران حکومت او اليکشن کميشن څخه د سياسي ګوندونو غوښتنې زور اخستې.

Leave a reply