قامي احتساب بيورو (نيب) د سترې محكمې د پرېكړې په رڼا كښې د اربونو روپو د کرپشن ريفرنسونو د بيا پرانستلو وروستو نور مهمې پرېكړې كړې دي۔

د ذرائعو ترمخه چيئرمېن نيب د کرپشن په ضد کارروائيو لپاره د حساسو ادارو د افسرانو خدمات اخستلو فيصله کړې ده د کوم له مخې چې نيب د حساسو ادارو نه افسرانو ته په ډيپوټيشن باندې د مهم پوسټونو د تعينات لپاره طلب کړې دې او زه به کار شروع کړم۔
سرچينې وائي چې دچيئرمېن نيب نذير احمد په منظورۍ سره د حساسو ادارو د افسرانو دخدمتونو لپاره خطونه ليکل شوي دي په کوم کې چې په نيب کې په ټولو خالي پوسټونو به په فوري توګه تقررۍ کولى شي.
سرچينې زياته کړې، چې د استخبارتي افسرانو او مامورينو په تعينات ټاکل شوي کسان به د نيب په دفترونو کې خپلې دندې ترسره کوي او د نېب په دفترونو کې به د استخباراتو يو پياوړی او اغېزمن سيسټم جوړېږي، چې د احتساب پروسې ګړندۍ کولو لپاره به د استخباراتي افسرانو او چارواکو مرسته اخيستل کېږي. د استخباراتو افسران به د نیب تحقیقاتي افسرانو سره مرسته وکړي.
د سرچينو ترمخه په نيب کې ډيپوټيشن ته راغلي ټول افسران به په خپل سکل او تنخواه کار کوي، دغه افسران او چارواکي به د سپريم کورټ د فيصلې وروستو د ټولو مقدمو چلولو کې هم مرسته کوي.
سرچينې وائي چې دډپټي چيئرمېن نيب او پراسيکيوټر جنرل په پوسټونو به مستقل افسران هم ټاکلې شي.






