د جماعت اسلامي امير سراج الحق وئيلي دي چې که چرې گرانۍ کمې نۀ شوې نو اسلام اباد ته به لاړ شي، دقومي تحريک برخه به شي او د پټرول نرخونو په ايستلو به مجبوره شي.

باغی ټي وي رپورټ
د پيښور ګورنر هاؤس مخې ته د گرانۍ په ضد احتجاجي ناستې ته په وينا کې د جماعت اسلامي امير سراج الحق وويل اقتصادي ترهګرو هيواد يرغمال کړى دى، ارزانه بجلي پيدا کولى شي خو د کميشن لپاره ګرانه بجلي پيدا کوي.
د پنجاب خلکو ته په خطاب کې د جماعت اسلامي امير وويل که د پنجاب خلک ويښ شي نو مسله به هواره شي، نن به د پنجاب د ګورنر هاؤس مخې ته ناست وي او په دې ترڅ کې به سندهـ او بلوچستان ته هم ځي. .
سراج الحق وويل که چرې گرانۍ کمې نۀ شوې نو اسلام اباد ته به لاړ شي، د قامي تحريک برخه به شي او د پټرولو د نرخونو په ايستلو به مجبور شي.






