د مسلم ليګ (ن) نائب صدر مريم نواز نن سهار له لاهوره لندن ته لاړه.

0
98

باغی ټي وي رپورټ

د مريم نواز تر څنګ پخواني وزيراعظم شهباز شريف هم په پاکستان کې د يوې ورځې پاتې کېدو وروستو ناڅاپه لندن ته د ستنېدو پلان جوړ کړی او هغه هم نن سهار نهه بجې لندن ته روان شو.

دسرچينو ترمخه شهباز شريف د نواز شريف لپاره مهم پيغام لري، مريم نواز به نن ماښام لندن ته رسيږي او شهباز شريف به د جمعې په ورځ لندن ته رسيږي چرته چې به د نواز شريف، شهباز شريف او مريم نواز ترمينځ د جمعې په ورځ مهمه ملاقات وي.

په دې غونډه کې به د اکتوبر په ٢١مه د نواز شريف هېواد ته د ستنېدو د وروستي پروګرام ترڅنګ د ټاکنو په اړه هم مهمې پرېکړې وشي.

د ګوند اطلاعاتو سېکترې مريم اورنګزېب وايي، شهباز شريف د ګوند د مشر نوازشريف په بلنه لندن ته ځي، هغه به په لندن کې له نوازشريف سره مشوره کوي او ډېر ژر به هېواد ته راستون شي.

Leave a reply