په لاهور کې د سکانو ټولنې په کاناډا کې د خالصتان تحریک د مشر هردیپ سینګ د وژنې پر ضد سخته مظاهره وکړه او د هند پر ضد یې شعارونه ورکړل.
باغی ټي وي رپورټ
د مظاهرې ګډونوالو د هند لومړی وزیر مودي د هردیپ سینګ قاتل وباله او تور یې پورې کړ چې د سیکانو د مشر په وژلو کې د هند استخباراتي اداره لاس لري او دا ډول وحشیانه اقدامات د خالصتان غورځنګ نه شي کمزوری کولی.
د ټولې نړۍ په څېر په پاکستان کې هم د سیکانو ټولنې په کاناډا کې د سیکانو د مشر هردیپ سینګ د وژنې پر ضد مظاهرې کوي. د لاهور پريس کلب مخې ته په شوي احتجاج کې د سکه سنگت پاکستان کارکنانو هم برخه اخستې وه.
د پنجاب اسمبلۍ پخواني غړي سردار رمیش سینګ ارورا ویلي چې د هردیپ سنګ په وژلو سره د هند له مخ د سیکولریزم نقاب لیرې شو، پاکستان له اوو لسیزو راهیسې وايي چې هند په پاکستان کې لاسوهنه کوي.
هغه د کاناډا د لومړي وزیر اقدام د هندي ډیپلوماټ د شړلو لپاره زړورتیا وبلله او ویې ویل چې جسټن ټروډو د وژنې تر شا د هند ککړ لاس په ډاګه کړ.
پخواني ایم پی اے مهندر پال سینګ وویل چې مودي د هردیپ سینګ په وژنه کې لاس لري، متمدن هیوادونه باید په هند کې د بشري حقونو سرغړونو ته پام وکړي، د خالصتان د جوړولو غورځنګ به په هر صورت خپل منطقي انجام ته ورسیږي. په پاکستان کې ترهګري چې پېښه شوې ده، هند یې تر شا ولاړ دی.
د لاريون ګډونوالو وويل، چې په هند کې د سيکانو او لږکيو په ډله ييزه توګه وژنه روانه ده، د هرديپ سنګ په وژنه کې د هند استخباراتي اداره هم لاس لري.