باغی ټي وي رپورټ
د غونډې وروستو ميډيا سره په خبرو كښې د پاكستان بار كونسل ايګزيكټيو كمېټۍ چيئرمېن حسن رضا پاشا وويل دا پرېكړه شوې چې يوه كمېټۍ به جوړه كړے شي چې پكښې به د بار استازې هم شامل وي او د عاجلو قضيو د ژر اورېدو لپاره به فېصله كولې شي۔ د دې کولو لپاره به یوه پالیسي جوړه شي.
ميډيا سره خبرو کې حسن رضا پاشا وويل چيف جسټس ليکلي تجويزونه غوښتي دي، مونږ د عامو خلکو د کيسونو د اوريدو په اړه تجويزونه ورکړي دي، مونږ پوره هيله لرو چې چيف جسټس به خپله ژمنه پوره کړي او زمونږ په تجويزونو به عمل کوي.
هغه وويل چې په دې ليدنه کې د ټاکنو او سياسي قضيو په اړه خبرې نه دي شوي.










Leave a Reply