د پیسو نړیوال صندوق (آی ایم ایف) مشرې کریسټالینا جورجیوا ویلي، له پاکستانه یوازې پر شتمنو مالیه لګول کېږي او د بې وزلو ساتنه کېږي.

0
167

باغی ټي وي رپورټ

په نيويارک کې د نگران وزيراعظم انورحق کاکړ سره تر ليدنې وروستو د ائي ايم ايف منيجري ډائريکټر کريسټالينا جورجيوا جيو نيوز سره په خصوصي خبرو کې وويل دا هغه څه دي چې د پاکستان خلک هم غواړي.

نگران وزيراعظم انوارالحق کاکړ د نړيوال وجهي صندوق له مشرې سره ليدنه رغنده وبلله او ويې ويل چې له کريسټالينا جورجيا سره په کتنه کې د اقتصادي همکاريو او ثبات لپاره په هلوځلو خبرې وشوې.

هغه زياته کړه، په دې کتنه کې دواړو لورو د اقتصادي پرمختګ او ثبات لپاره د اقداماتو په اړه پر خپل هوډ ټينګار وکړ.

بل اړخ ته د بل او میلنډا شریک چیئرمېن بل ګېټس نیویارک کښې د نگران وزیراعظم انورحق کاکړ سره ملاقات کړی دی.

په دې کتنه کې دواړو مشرانو له پاکستان څخه دپوليو په له منځه وړلو، دجنسي برابرۍ او د ماشومانو د ودې په باب خبرې وکړې.

په دې موقع نگران وزيراعظم وويل نگران حکومت اؤ نيشنل پوليو ټاسک فورس ټول هيواد څخه دپوليو ختمولو لپاره پرعزم دى.

ده ووئيل پاكستان د پوليو وائرس د منتقلې مخنيوي لپاره هوډ لري، خلكو ته د حفاظتي شريعت او نور ضروري روغتيايي خدمات وړاندې كوي۔

په غونډه کې بل ګېټس وويل پاکستان څخه دپوليو مکمله خاتمه زمونږ لمړۍ ترجيح ده.

نوموړي په خيبر پښتونخوا کې د پوليو ويروس د خپرېدو د مخنيوي او د واکسيناسيون کمپاين ته د دوام ورکولو هوډ هم څرګند کړ.

Leave a reply