نگران وزيراعظم انوار الحق کاکړ وئيلي دي چې د فکري حقونو په نوم بايد د غريبو ملکونو سره نا انصافي وشي.
باغی ټي وي رپورټ
په امریکا کې د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ په غونډه کې د وبا په اړه په یوه غونډه کې لومړي وزیر وویل چې د کرونا واکسین په وېش کې هم نابرابري څرګنده شوې ده.
د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې د موسمي بدلون په اړه یوې غونډې ته د وینا پر مهال نگران وزیراعظم انوارالحق کاکړ وویل، پاکستان به تر ۲۰۳۰ کال پورې د خپلې انرژۍ ۶۰ سلنه اړتیا د متبادلو انرژی له سرچینو پوره کوي.
هغه وویل، پر دې پروژې به سل میلیارده ډالره لګښت راشي، چې موږ یې نړیوال ملاتړ ته اړتیا لرو.
ده ووئيل پاكستان د موسمي بدلون له وجې له ستونزو سره مخ دې۔ د پاکستان په څیر پرمختللی هیوادونه باید د مالي او تخنیکي همکاریو له لارې د اقلیم انصاف ترلاسه کړي.