د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې په کاناډا کې د یوه سکه تبعه په وژل کیدو سره د هند لخوا د غیر قضایي وژنو لړۍ په نړیواله کچه خپره شوې ده.
باغی ټي وي رپورټ
د خارجه دفتر ترمخه د هند خفيه اداره RAW د لسيزو راهسې په جنوبي ايشيا کښې په اغوا او وژنو کښې فعاله ده، پاکستان د RAW د جاسوسۍ او هدفي وژنو هدف دے.
د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ په اوونيزه پريس بريفنګ کښې وئيلي دي چې د هندوستان لخوا په کاناډا کښې د سيکانو د بې عدالتۍ قتل د هندوستان د قتلونو نړيواله نيټ ورک په ډاګه کړے دے.
ده ووئيل حكومتونه دې په خپلو هېوادونو كښې د مېشتو پاكستانيانو او كشميريانو تحفظ یقیني كړي او د هغوي د تحفظ لپاره دې اقدامات وكړي۔
وياند وويل چې پاکستان د RAW لخوا د جاسوسۍ او هدفي وژنو هدف ګرځول شوى، چې ثبوت يې په ٢٠١٦م کال کې په پاکستان کې د RAW د کمانډر کلبوشن ياديو نيول دي او هغه هم په پاکستان کې د ترهګرۍ اعتراف کړى دى.
د خارجه دفتر وياند ترمخه د 2021م جون د لاهور بريدونو تر شا هم د هند خفيه ادارې RAW لاس وو او په دې لړ کښې د مضبوطو ثبوتونو په بنياد د هند خلاف يو ډوزير هم جاري کړے شوے وو۔
ویاند ویلي چې د افغانستان لپاره د امریکا له استازي سره د بهرنیو چارو وزیر جلیل عباس جیلاني په لیدنه کې د افغانستان پر وضعیت خبرې شوې دي. د خارجه دفتر وياند د انټرسيپټ رپورټ بې بنياده او د حقائقو خلاف بللې دې۔