د لاهور په بيلا بيلو سيمو کې نن سهار وختي باران د ګرمۍ زور مات کړ.
باغی ټي وي رپورټ
د راپورونو له مخې د ګلبرګ، جوهر ټاون، لکشمي چوک، اقبال ټاؤن، ائيرپورټ، ماډل ټاون، ګلشن راوي، تاجپوره، باغبانپوره پشمول زياتو سيمو کښې نن سهار وختي باران شوے دے۔
د واسا له مخې د لاهور ائيرپورټ سيمه كښې 77 ملي ميټره او ګلبرګ كښې 60 ملي میٹر باران ريكارډ كړې شوې۔
د دې نه علاوه د فيصل آباد، پاکپتن، کماليه او قصور په شمول د پنجاب په مختلفو سيمو کښې باران شوے دے.
د موسمياتو محكمې له مخې نن او سبا د كراچۍ پشمول د سندھ په لاندې سيمو كښې د باران ورېدو امكان شته۔
بلخوا په بارکان، سبي، ژوب، قلات، خضدار، لسبيله او آواران کې په يو څو ځايونو د باران امکان دے ولې اسلام آباد، پنجاب، خېبرپښتونخوا، ګلګت بلتستان او کشمير کښې هم د باران امکان دے.