د پاکستان د کرکټ ملي لوبډلې تیز بالر شاهین شاه افریدي او د پخواني کپتان شاهد اپریدي د لور انشا د واده مراسم به نن ترسره شي.

0
187

باغی ټي وي رپورټ

شاهین افریدي او انشا اپریدي د روان کال د فبرورۍ په پیل کې په کراچۍ کې واده وکړ، چې د کرکټ مشهورو لوبغاړو په ګډون یې نږدې خپلوانو ګډون کړی و.

څو میاشتې وړاندې شاهد افریدي ویلي و چې د ده د لور انشا او د ملي لوبډلې تېز بالر شاهین افریدي واده به د اسیا کپ له امله وځنډول شي.

په پاکستان او سریلانکا کې د اسیا جام لوبې د سپټمبر په ۱۷ مه نېټه پای ته ورسېدې، چې وروسته د شاهین او انشا د واده نېټه د سپټمبر په ۱۹ مه څرګنده شوه.

د سرچینو له مخې د شاهین افریدي او انشا د واده مراسم به نن په اسلام اباد کې او ولیمه به د سپټمبر په ۲۱مه ترسره شي.

Leave a reply