د سندهـ هائي کورټ د بلديه ټاؤن فيکټري سانحي کيس کښې د طلب کولو باوجود د وفاقي داخله سيکرټري، آئي جي او داخله سيکرټري په نه حاضريدو خپله خفګان څرګند کړے دے۔

0
70

باغی ټي وي رپورټ

د سندهـ هائي کورټ جسټس کې جي اغا د کيس اوريدنه کې ريمارکس ورکړو چې ۲۵۹ ښاريان مړه شوي او هيڅوک يې احساس نه کوي، د کورنيو چارو وزارت کارکردګي ډېره خرابه ده خو د غفلت له وجې دوی مجرمان دي.

محکمې ویلي چې د دومره ډېرو کسانو د وژنې قضیه د خپل معیار له مخې نه ده تعقیب شوې.

د کورنیو چارو وزارت د سیکشن افسر ډاکټر جی ایم محمودي عدالت ته وویل چې د حماد صدیقي د نیولو لپاره څو الرټ جاري شوي وو، د ۲۰۱۷ کال د جنورۍ په ۲۶مه د هغه د ۵ کالو لپاره ریډ وارنټ جاري شو.

په دې اړه، محکمې وویل چې د ریډ وارنټ د 2022 په جنوري کې پای ته رسیدلی.

عدالت د سندهـ چيف سيکرټري او وفاقي سيکرټري يا ايډيشنل سيکرټري ته په راتلونکي سماعت کښې د حاضريدو حکم ورکړو او د مقدمې اوريدنه يې تر 25م ستمبر پورې وځنډوله.

Leave a reply