د ترهگرۍ ضد محکمې د پاکستان تحریک انصاف صدر پرویز الٰهي په جوډيشل ریمانډ جیل ته لېږلی دی.
باغی ټي وي رپورټ
په اسلام اباد کې د ترهګرۍ ضد عدالت جج ابوالحسنات د پروېز الهي خلاف جوډيشل کمپلکس کې د ورانکارۍ د مقدمې اورېدنه وکړه چې پکې پوليسو پخوانی وزيراعلي عدالت ته وړاندې کړ. د اورېدنې پر مهال پروېز الهي روسټرم ته راغی او ويې ويل چې پرون يې زه له اسلام اباد نه لاهور ته بوتلم، له کورنۍ سره يې هم ملاقات ونه کړ.
د اي ټي سي قاضي پوښتنه وکړه چې د پروېز الهي ژوند به کله ختمېږي؟ وکيل صافي دريځ خپل کړ چې کله په يو ښار کې وي او کله په بل ښار کې، نو دا کومه خبره ده؟ تفتیشي افسر ویلي چې د عدالتي کمپلکس د ورانولو قضیه ده.
د اوريدنې په مهال اينټي کرپشن پنجاب د پرويز الهي د عبوري ريمانډ درخواست جمع کړے وو ولي عدالت د پي ټي آئي صدر په جوډيشل ريمانډ جېل ته وليږلو او د هغه يو ورځنې عبوري ريمانډ هم منظور کړے شو۔