د نشه يي توکو ضد ځواک (ANF) استخباراتو په کوئټه کې په لویو عملیاتو کې د مخدره توکو قاچاق ناکامه کړ.

0
97

باغی ټي وي رپورټ

د اے این ایف ترجمان ترمخه دغه کاروائي د کوئټې په مغربي بائي پاس مینګل آباد کښې ترسره شوې چې په مهال ئې د ټرک نه دوه ټنه نه زیات نشه ایز مواد برآمد او څلور قاچاق وړونکي نیول شوي دي.

ترجمان وائي چې په ټرک کښې دوه زره 330 کلو گرام چرس د سيمنټو د مخلوط په ماشين کښې په پټو بکسونو کښې پټ کړے شوي وو او لارۍ ته د لارې کلئیر کولو په حال کښې وو۔

د اے این ایف ترجمان وینا ده چی د کاروائي دوران په یو ګاډی او ټرک کښي موجود څلور شکمن کسان نیولی شوی چی تعلق د قلعه عبدالله، کویټه او چمن سره دی.

ترجمان وائي چې ملزمانو د چمن له لارې کوټې ته نشه يي توکي د سنده دننه سمگل کولو هڅه کوله، د ملزمانو خلاف د مخدره موادو ضد قانون لاندې مقدمه درج کړې شوې ده او د ملزمانو نه د نورو غړو نيولو لپاره پلټنې روانې دي۔

Leave a reply