د پاکستان چيف جسټس قاضي فائز عيسي د ګارډ آف آنر نه انکار کړی دی.

0
84

باغی ټي وي رپورټ

سپريم کورټ ته د پاکستان د چيف جسټس قاضي فائز عيسٰي د راتګ په مهال د اسلام آباد پوليس ورته د ګارډ آف آنر ورکول پکار وو خو نوي چيف جسټس د ګارډ آف آنر اخستو نه انکار وکړو.

د پاکستان چيف جسټس قاضي فائزنسې پوليس ته هدايات کړې چې خپل ذمه واري په پوره زړۀ پورې ادا کړي.

سپريم کورټ ته د رسيدو په مهال د چيف جسټس آف پاکستان قاضي فائز عيسيٰ د عملې لخوا هرکلے اوکړے شو، په دې موقع چيف جسټس آف پاکستان خپلو کارکوونکو ته په خطاب کښې اوويل چې نن ما سره ډيرې ملاقاتونه او فل کورټ شته، ستاسو همکارۍ ته ضرورت لرم.

ياده دي وي چي د سپريم کورټ تر ټولو جګپوړي جج جسټس قاضي فائز عيسى د پاکستان د 29م چيف جسټس په توګه سوګند پورته کړو۔

Leave a reply