باغی ټي وي رپورټ
په شاه فیصل کالونۍ کښې د کارکنانو یوې غونډې ته وینا کښې ده ووئيل د کراچۍ او حیدر آباد خلک بلدیاتی انتخاباتو کښې ووټ اچولو لپاره نه وو ځکه ایم کیو ایم بائیکاټ کړی وو. مصطفی کمال وويل په کراچۍ کې هر څه خرابيږي پړه يې په ايم کيو ايم اچول کيږي.
له دې وړاندې د ایم کیو ایم مشرانو خالد مقبول صدیقي او مصطفی کمال هم جماعت اسلامي منافق او دین پلورونکی بللی و.
د ایم کیو ایم مشرانو وویل چې جماعت اسلامي د کوټې په نظام باندې هیڅ غږ نه دی پورته کړی، په کشمیر او افغانستان کې هم د نورو خلکو ماشومان وژل کیږي.
هغه وويل چې په تير وخت کې ايم کيو ايم د بلدياتي انتخاباتو بايکاټ کړى و او جماعت يې په خيرات او زکات کې ترلاسه کړى وؤ اوس هغوي انديښمن دي چې ايم کيو ايم ولې په انتخاباتو کې برخه اخلي.










Leave a Reply