د کراچۍ ښاروال مرتضی وهاب وايي، د کراچۍ اصلي ستونزه د اوبو غلا او غیر عادلانه وېش دی چې دوی یې د کنټرولولو هڅې کوي.

0
151

باغی ټي وي رپورټ

د کراچۍ ښاروال مرتضیٰ وهاب د ډپټي میئر سلمان مراد او د واټر بورډ چارواکو سره د خبري غونډې په مهال وویل چې ښار کې د ټانکرونو په ذریعه د هایډرز څخه د اوبو ویش بهیر اوس د ټیکر سیسټم په ذریعه څارل کیږي او د واټر مافیا خلاف مسلسل عملیات روان دي. لړۍ دوام لري.

مرتضی وهاب وویل چې د حب بند څخه کراچۍ ته د اوبو رسولو د پایپ لاین د ترمیم کار روان دی او د واټر هایډرینټ څخه د اوبو د ویش بهیر هم د ټریکر له لارې څارل کیږي.

مرتضی وهاب زیاته کړه چې د واټر بورډ په مختلفو ادارو د ۵۲ اربه روپو قرضونه دي، د نوي قانون نه پس د واټر مافیا خلاف عملیات روان دي، تر دې دمه ۷۰ ایف آئي آر درج شوي او ۷۵ کسان نیول شوي دي.

Leave a reply